د تخنیکی او مسلکی زده کړو د مرکزونو د بیا پیلیدو خبرتیا

media_admin
atlaya1

د تخنیکي او مسلکې زده کړو ادارې د رهبري هیئت د پرېکړې په اساس او د ښـوونیز نصاب د بشپړېدو او تدریسي پروسې د سالم مدیریت په‌موخه په‌مرکز او۳۴ ولایتونوکې د‌‌‌ تخنیکي او مسلـکي زده کـړو ټـولو دولـتي او خصـوصي ښـوونځـیو او انستـیتـونـو تـه هـدایت ورکــول کیـږي، چې خـپل درسـونه د لاندني لارښود سره سم پیل کړي:

۱. خـزاني سمـستر دې د ۱۳۹۹ کـال د کـب په ۱۶ پیل او د ۱۴۰۰ کـال د وري تــر ۳۱ نـېـټې پـورې دې پــه تـشـدیـدي ډول دوام ومومي؛

۲.  د سمستر نهایي ازموینه دې د ۱۴۰۰ کال د وري له شپاړسمې بیا تر یودېـرشـمې نېـټې پـورې د مضـمون د وروستـي درسي ساعت سره یو ځای واخیستل شي؛

۳.  د انستیـتونو د ۱۴ ټولګي فارغانو دولتي آزموینه دې د ۱۴۰۰ کـال د غـویي د لـمړۍ نـېټې څـخه بـیا تـرلســمې نـېټې پورې تنظیمه شي؛

۴. د نـوي تعلـیمي کـال د پـسرلني سمستر درسونه دې په غیر تشدیـدي ډول د غـوایي په اوله پیل او د ۱۴۰۰ کال د زمري په لسمه ختم شي؛

۵. د نــوي تعــلیـمي کــال د پسـرلـني سـمسـتر درسـونـه دې د سمـسترونـو ترمـنځ پـه رخصتیو کې ادامه پیدا کړي او نهایي آزموینه دې یې د مضـمون د وروسـتي درسي سـاعت سره یو ځای د چنګاښ له ۲۵ بیا د زمري تر ۱۰ پوري واخیستل شي؛

۶.  د تودو سیمو درسونه دې په‌عادي ډول د تشدیديدرسونو د لارښود سره سم ادامه ومومي؛

۷.  د شپې‌ښوونځي او انستیتـونه دې د معـمول سره سم نوی سمستر د ۱۴۰۰ کال د وري له درېیمې نېټې څخه پیل کړي.

د تخنیکي او مسلکي زدکڔو اداری رهبری

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۲
Background image

خبرتیا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې داستادانو دکادر ستونزه ديادې ادارې دمشرتابه الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په هلو ځلو حل شوه، مخکې به داستادانو کادري معاشات 60 سلنه اجراآ کیدل او له دې . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدینو د روزنې لپاره طرحه جوړه کړې، چې د ریاست الوزراء مقام له لوري هم منظور شوې ده. په همدې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه سبا سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۵۰
Background image

د ASDP پروژې د طلباتو خبرتیا

د ا.ا.ا کابینې د ۱۴۴۴ کال، د ۱۸ شمېرې پریکړې پربنیاد د طلباتو د تثبیت او تضمین کمېټې خپل کار پیل کړی دی. مګر دغه پروژه اسنادو او د ASDP کارکوونکو ته د لاسرسي نه لرلو له امله نه دي . . .

Back to announcements