د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس د لغمان ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۲۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي یې د خپل سفر په دوام کې، لغمان ولایت ته سفر وکړ.

الحاج مولوي شهامت لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو او ننګونو څخه له نږدې لیدنه وکړه او همداراز د ستونزو او ننګونو په برخه کې یې امکاناتو ته په کتو سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

همداراز نوموړي په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له ځايي مسؤلینو سره هم وکتل او په یادو مرکزونو کې د چارو د ښه والي په موخه یې نوموړو ته اړینې لارښوونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لوی رئیس نورستان ولایت ته سفر درلود چې په دې سفر کې یې د یاد ولایت د ښوونیز مرکزونو له وضعیت څخه هم لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS