د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تدارکاتو آمر معرفي شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۰
tveta

ښاغلی مولوي صیاد عمري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تدارکاتو د آمر په توګه و پېژندل شو.

ښاغلي عمري د حقوقو په څانګه کې لېسانس لري، له دې مخکې یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

د تدارکاتو آمر د پېژندګلوۍ په مراسمو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل او همدارنګه د دفتر مقام رئیس هم شتون درلود.

ښاغلي مفتي فاضل د مولوي عمري د معرفي په وخت کې وویل چې دنده یو امانت او مسؤلیت دی، باید په سمه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS