د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۵:۵۳
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د مرستیالانو او ادارې د رئیسانو په شتون کې د مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

د دغه جلسې په پیل کې د تیرې جلسې په پرېکړو خبرې وشوې، او د اړوند برخو د اجرائاتو راپور واخیستل شو.

د ننۍ ورځې جلسه د اجنډا سره سم، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او کانتینونو په کرایه ورکولو باندې بحث وشو، او د خدمتونو او املاکو ریاست ته دنده ورکړل شوه ترڅو دغه موضوع تعقیب او نهایي کړي.

همدارنګه د حکمي او حقیقي کسانو د باقیاتو په هکله خبرې وشوې، او پرېکړه وشوه چې د باقیداریو په هکله لازمې کړنې ترسره شي.

نن ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مشرتابه جلسه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د شنې ساحې او مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د اېښودلو په څرنګوالي بحث وشو، او ګډون کوونکو په دې هکله خپل نظرونه شریک کړل.

له بل پلوه، په ۱۴۰۳ کال کې د عامه پوهاوي په هکله هم خبرې اترې وشوې، پرېکړه وشوه چې د شته فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره باید له رسنیو سره همغږي وشي ترڅو د عامه پوهاوي پروګرام لا پیاوړی کړي.

د دونرانو جذبول، د کار د بازار تحلیل، د مخترعینو ملاتړ له نورو موضوع ګانو څخه و چې نن ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه په غونډه کې پرې خبرې اترې وشوې. ښاغلي مولوي شهامت د چارو د ښه والي په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.

همدارنګه د دغه غونډې په پای کې د تدارکاتو آمریت د دغه آمریت د دوه وروستیو اونیو فعالیتونه له ګډون کوونکو سره شریک کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې د تدارکاتو کارونه باید په شفافه توګه ترسره شي.

ننی جلسه د افغانستان لپاره د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوي ارزګان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ارزګان ولايت ته سفر وکړ. دغه پلاوي ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د پکتیکا ولایت د محبوسینو لپاره د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پکتیکا ولایت د محبوسینو او په نشه یي توکو روږدو کسانو ته د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل کړ. دغه پروګرام د پکتیکا د محبس د یو شمیر. . .

BACK TO NEWS