د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۴:۶
اصلاحی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د تعلیمي او تحصيلي چارو د عمومي رئيس مولوي مبشر آغا په وينا او د دغې ادارې د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

 په دغې کتنه کې مولوي مبشر آغا د وخت په ارزښت خبرې وکړې او له هغې څخه په اغېزمنه استفادې يې ټينګار وکړ.

 نوموړي دغه راز د قرانکريم د مبارکو ايتونو يادونه وکړه او ويې ويل، ټول مسلمانان بايد هڅه وکړي چې خپل وخت په خیر کار او د خداى د رضا لپاره وکاروي.

 دغه غونډه د افغانستان د خلکو لپاره د خیر  دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د تطبیق څرنګوالی

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي. له همدې امله د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لیسې د کرنې څانګې محصلینو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

د تګاب کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د هرزه بوټو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د کاپيسا ولایت تګاب کرنې مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د هرزه بوټو د بیژندلو او طبقه بندۍ په اړه په عملي ډول روزنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د کاپيسا ولایت د تخنیکی و او مسلکی زده کړو آمریت د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام کې د یاد. . .

BACK TO NEWS