د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري سرپرست: د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک ته اړتیا ده

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۵:۸
هوتلداری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د مالیې وزارت د دولتي هوټلونو شرکت له مسوولینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د مالیې وزارت د هوټلونو دولتي شرکت عملیاتي مرستیال نصرت الله رحیمي د دغه شرکت د مخینې  او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په هېواد کې د هوټل دارۍ صنعت د مسلکي ځواک له کمښت سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي ځواک د روزنې دنده پر غاړه لري، نو اړينه ده چې د هوټل دارۍ په برخه کې هم ځواک وروزي.

د دولتي هوټلونو شرکت عملیاتي مرستیال وړاندیز وکړ چې د هوټل دارۍ  په برخه کې دې یو انسټیټوټ ایجاد شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغه وړاندیز هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک اړین دی.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د هوټلونو په ګډون ټول کسب او کار باید په هېواد کې معیاري شي. د هغه په وينا، د هوټل دارۍ د صنعت له معياري کېدو سره به د ګرځندوى برخه هم وده وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، د بشري سرچینو له پلوه د کار بازار د اړتياوو پوره کول د دغه ادارې له موخو څخه دي.

په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د هوټل دارۍ په برخه کې به د انسټیټوټ د جوړولو موضوع وڅېړل شي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل ته دنده وسپارله چې د هوټل دارۍ  په برخه د انسټیټوټ د جوړولو په اړه له دغه ادارې سره د همکارو موسسو سره خبرې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د کلکان کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د نیالګیو اصلاح کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د کابل ولایت کلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د نیالګیو د اصلاح کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د شاخچه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۳۲
Background image

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د غور ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او ورسره مل پلاوي یې په غور ولایت کې د یاد ولایت له والي مولوي حیات الله مبارک سره وکتل. محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د ترنم او فرهنګ ریاست له خوا د "حسان" ادبي بهیر پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ترنم او فرهنګ ریاست د فرهنګي- ادبي پروګرامونو د لړیو په دوام د "حسان" ادبي بهیر ادبي خپرونه ترسره کړه. په دې پروګرام کې د هېواد يو شمېر ليکوالانو. . .

BACK TO NEWS