د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دايکنډي ولایت له کرنې انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه پلاوي د  د دایکندي ولایت په مرکز د حضرت علي د کرنې او وترنرۍ له انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه.

نوموړو په یادې لیدنه کې د دایکندي ولایت  مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ټولې تحصیلي چارو او اسنادو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه د یاد پلاوي لخوا مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې هم وړاندې شوې.

په همدې حال کې د دايکندي ولایت د کرنې او وترنري انسټيټوټ کارکوونکو او محصلينو خپلې ستونزې او ننګونې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شريکې کړې دغه راز نوموړوي پلاوي د ستونزو او اړتياوو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS