د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د چيني بلاعوضه مرستو له تخنيکي ګروپ سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۱۳
کتنه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د چين هېواد بلاعوضه مرستو د تخنيکي ګروپ له يوه پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.

لومړی د چیني پلاوي په افغانستان کې د امنیت د تامین په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت به د بیارغونې او پرمختګ لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي.

دغه راز یاد پلاوي له افغانستان سره د چین هېواد د لا زیاتو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

د دغې غونډې په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یاد پلاوي له ژمنې څخه د مننې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ په ترڅ کې وویل چې د افغانستان شرايط د دوه اړخيزو همکاريو لپاره مناسب دي.

همدارنګه په دغه لیدنه کې مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي علومو په برخه کې د چین هېواد د پام وړ پرمختګونو ته په اشارې سره؛ دغه راز ددغې ادارې دکارکوونکو دظرفيت لوړولو او د نصاب د پراختيا په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه .

د دغې کتنې په پای کې دواړو لورو د جومات او طعام خانې د ودانیو د جوړولو او دغه راز د دغه ادارې د شنو ساحو په اړه خبرې وکړې او چیني پلاوي ډاډ ورکړ چې د دغه وړاندیز د ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰
Background image

د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د. . .

BACK TO NEWS