د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو زده کړو په برخه کې د استادي بستونو ازموينه واخيستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۵:۱۱

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د ولايتونو د ځانګړو زده کړو مرکزونو لپاره د استادي تش بستونو ازموينه واخيستل شوه.

په دغه ازموينه کې ۲۹ تنو برخه اخيستې وه، چې له ازموينې وروسته به د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې د استادانو په توګه وګمارل شي.

دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین هم د ازموینې اخیستلو په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکوي.

د هغو کسانو لپاره چې د اوریدلو او لید معلولیت درلودونکي دي، روزنه او د زده کړو د زمینې چمتو کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسولیتونو څخه ګڼل کېږي.

یاده اداره اوس مهال په ټول هېواد کې د زده کړو ځانګړي مرکزونه لري او په یاد شویو مرکزونو کې د ناشنوایانو او نابیناینو« روښان‌زړو» کسانو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS