د بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ چې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، دا یو تخنیکي انسټيټوټ دي. چې د ادارې او مدیریت، برښنا انجینری، عمومي کرنې او محاسبې په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ تدریسی ودانۍ (۶) درسي خونې، برښنا او څښاک اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۵) کارکوونکي لري، چې (۹) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

په یاد انسټيټوټ کې (۹) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور څانګې (اداره او مدیریت، برښنا انجینری، عمومي کرنه او محاسبې) لري.

کمپیوټر لب:

د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ مجهز کمپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.