د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولایت د پوهنتون له رئیس سره وکتل
د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين اميني د یاد ولايت د پوهنتون له رئيس مولوي ضياء الحق ضياء جوزجاني سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي اميني د تخنيکي او مسلکي زده کړو د عمومي موخو، د تخنيکي او مسلکي کادرونو د روزلو، په بلخ پوهنتون کې له يو کال تنزیل پرته په ټاکلې سلنې سره د انسټیټونو د فارغانو جذب په هکله خبرې وکړې.
مولوي ضياء الحق ضيا جوزجاني وويل، د بلخ پوهنتون او د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت دواړه اکاډمیک بنسټونه دي او ګډې موخې لري.