د بغلان ولایت د مرکزی بغلان کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د بغلان ولایت  د مرکزی بغلان کثیرالرشتوي انسټيټوټ چې د یاد ولایت په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې موقعیت لري. په 1339هجری لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې او برښنا انجینرۍ په څانګو کې له (10) څخه تر (14) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د بغلان ولایت د مرکزی بغلان  ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (14) درسي او )۵) اداري خوني لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت د مرکزی بغلان  ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (39) تنه کارکوونکي لري، چې (28) تنه استادان، (2) تنه ادارې کارکوونکي او (9) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

 د بغلان ولایت د مرکزی بغلان  ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (28) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

 یاد انسټيټوټ (7) څانګې (عمومي کرنه ، باغداری ، وترنری ، اداره و تجارت ، اداره و مدیریت ، بانکداری او محاسبه ) لري، چې (500) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

 د بغلان ولایت د مرکزی بغلان  ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (500) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (33) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.