د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل هوايي ډګر له رئیس سره وکتل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي د کابل هوايي ډګر له رييس عبدالهادي حمدان سره وکتل.او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو په اړه يې خبرې وکړې.
ښاغلی استاد عزيزي د ملکي هوايي چلند د انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي کار د زمينې برابرولو او د دغه انستيتوت د فارغانو د کار لپاره جذب په برخه کې د کابل د هوايي ډګر چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کابل هوايي ډګر رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د لازمو همکاريو لپاره چمتووالى څرګند کړ.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال د ملکي هوايي چلند له انسټیټوټ څخه هم ليدنه وکړه او په دغه انسټيټوټ کې يې د تدريس بهير و ارزاوه.
همدارنګه ښاغلي عزیزي د ملکی هوايي چلند انسټیټوټ د امکاناتو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه او د زده کړیالانو وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.