بامیان ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او مرستیال سفر؛ د دغه ولایت د انسټیټونو او مسلکي ښوونځیو ستونزې وڅېړل شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۱۳:۳۰
بامیان

د تخنيکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت باميانو ولايت ته د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

په دغه سفر کې له ښاغلي شهامت سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس هم ملتیا کوله.

په هغه غونډه کې چې د باميانو ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو په آمریت کې جوړه شوې وه، د یاد ولايت تخنيکي آمر امين عليزاده په باميانو کې د انسټیټونو او مسلکي ښوونځيو د وضعيت په اړه خبرې وکړې او ستونزې او وړانديزونه يې ياد کړل.

ښاغلي شهامت په بامیانو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کارکوونکو او استادانو ستونزې هم واوریدې او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې ستونزې په قانوني او اصولي ډول حل کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او د دغه ادارې مرستيال هم د باميانو له والي ملا عبدالله سرحدي، د دغه ولايت له علماوو او مخورو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

ښاغلي سرحدي بامیان ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام  راتګ هرکلی وکړ او د یاد ولایت د ادارو او د مقام ترمنځ یې د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړ.

هغه زياته کړه، چې په باميانو کې د ادارو مسوولينو خپلې چارې له يو بل سره د صمیمیت او ورورګلوۍ په فضا کې پرمخ وړلې.

په دغه کتنه کې ښاغلي صادقي د علماوو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل: «په تېرو سلو کلونو کې بهرنيانو زموږ هېواد منزوي کړی او موږ يې د پرمختګ او ټکنالوژۍ له نړيوال کاروان څخه لرې ساتلي یو».

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې اوس د قوش تپې کانال په څېر سترې پروژې پیل شوي او هېواد د پرمختګ پر لور روان دی.

دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې سرپرست ډاډ ورکړ چې دغه اداره به دمجاهدينو، د ادارو کارکوونکو او ديني مدرسو زده کوونکو ته دحرفوي زده کړو زمينه برابره کړي .

هغه زیاته کړه، چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو دی چې د مسلک او حرفې په برخه کې لازم خدمتونه  وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS