د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یادې ادارې څخه د یو پلاوي په مشرۍ زابل ولايت ته د خپل سفر په دوام کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو په برخه کې ډیره توجه وکړي، نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کاري چارو د ښه والي په موخه هغوی ته لازمې هدایت هم ورکړل.

په دې غونډه کې د زابل د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کارکوونکو لپاره د کاري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه سمینار هم وړاندې شو.

په دې سیمینار کې «د محصلینو او متعلمینو چارو، د تعلیمي نصاب تطبیق، د تعلیمي څارنې او ارزونې، مالي او دفتر دارۍ چارو، د کارکونکو چارو (بشري منابعو)، پلان، دعوت او ارشاد، او د څیړنې او نوښت» په څیر موضوعات د کارکوونکو لپاره تشریح شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS