د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یوې نوښتګرې، کار پنځونکي اوپیاوړې ادارې په توګه هوډ لري، چې د او مسلکي زده کړو اعتبارلرونکی، اقتصادي، ثابت، همغږی او دوام لرونکی ښوونیز نظام د اسلام د اصولو په ړنا کې مدیریت او پراختیا ورکړي.
ماموریت
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سیستم په جوړولو او اداره کولو سره د مسلکي استادانو له خوا د لوړ کیفیت لرونکي ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو او د مناسبو بنسټونو( زیربناوو) او وسایلو په کارولو سره د کار بازار له اړتیاوو سره سم او د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي.
د بنسټیزه، اقتصاد محوره، همغږي، پایښت لرونکي او با اعتباره تخنکي او مسلکي زده کړو نظام ته پراختیا ورکول
۱ د تعلیمي پروګرامونو همغږي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو کیفیت ښه کول.
۲ د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د ښوونکو او محصلینو د علمي کچې او عملي تجربو لوړول.
۳ د ټولنې او کار بازار د اړتیاوو سره سم د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه.
ارزښتونه:
۱ـ ملي اسلامي ارزښتونه
۲ـ حساب ورکوونه
3- کار پنځونه او کاري فرصتونه رامنځته کول
4 -تخصص
5 -کیفیت
6 -روڼتیا
۷ـ همکاري او همغږي
موخې
- تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د ټولو د لاسرسي او ګډون ډیروالی.
- د شرایطو او د کار بازار د اړتیا سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړول.
- د تل پاتې (مدام العمر)زده کړو او د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا.
- د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د جوړښتي پراختیا مديريت.