د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د روسیې د آلتای پوهنتون مرستیال یوګني ویکتوروویچ کایګورودوف او همدارنګه په افغانستان کې د روسیې د علومو او کلتور د مرکز رئیس سرګي استوپاچوف هم ګډون درلود.

د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د تخنيکي او ښوونیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا وبلل شوه.

په ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د مخینې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د آلتای پوهنتون مرستیال څرګنده کړه چې روسیه چمتو ده چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

د آلتای پوهنتون مرستیال همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو استاذانو او زده‌کوونکو ته روسیې هېواد ته د علمي سفرونو زمینې برابرولو ډاډ هم ورکړ.

د ناستې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترم رئیس د افغانستان او روسیې ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا هرکلی یې وکړ.

د یادونې ده چې په دې لیدنه کې الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې هیواد پلاوي ته ډالۍ هم ورکړې، او دواړو لورو ژمنه وکړه چې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به دا ډول ناستې نور هم دوام کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS