د انرژي او اوبو انسټيټوټ د شپې څانګې محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۱
TVETA

د کابل ولایت د انرژي او اوبو انسټيټوټ د شپې څانګې محصلینو د خپل فراغت مراسم ولمانځل.

په دې مراسمو کې د فرغانو د کورنۍ وګړو او د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ استادانو هم حضور درلود.

په یادو مراسمو کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي استاد رفیع الله حبیبي وینا وکړه او محصلینو ته یې د فراغت مبارکي وویله.

محترم استاد حبيبي همداراز له فارغانو وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هېواد ته خدمت وکړي.

د مراسمو په دوام کې د نابینایانو او روشندلانو انسټيټوټ آمر ښاغلي نورمحمد فیضي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اطلاعاتو آمر او ویاند محترم محمد عثمان الماس ویناوې وکړې.

نوموړو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د تعلیم او تحصیل پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ځوانان باید د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره لا زیات زیار وباسي.

یاد مراسم فارغانو ته د تصدیق لیکونو په ورکولو او د افغانستان لپاره د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS