د انرژي او اوبو انسټيټوټ د شپې څانګې محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

د کابل ولایت د انرژي او اوبو انسټيټوټ د شپې څانګې محصلینو د خپل فراغت مراسم ولمانځل.
په دې مراسمو کې د فرغانو د کورنۍ وګړو او د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ استادانو هم حضور درلود.
په یادو مراسمو کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي استاد رفیع الله حبیبي وینا وکړه او محصلینو ته یې د فراغت مبارکي وویله.
محترم استاد حبيبي همداراز له فارغانو وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هېواد ته خدمت وکړي.
د مراسمو په دوام کې د نابینایانو او روشندلانو انسټيټوټ آمر ښاغلي نورمحمد فیضي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اطلاعاتو آمر او ویاند محترم محمد عثمان الماس ویناوې وکړې.
نوموړو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د تعلیم او تحصیل پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ځوانان باید د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره لا زیات زیار وباسي.
یاد مراسم فارغانو ته د تصدیق لیکونو په ورکولو او د افغانستان لپاره د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.