د سرپل ولایت کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د لبنیاتو پروسس او تولید

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۸:۵۶
TVETA

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد ولایت په مرکز د یوې درسي او علمي سفر په ترڅ کې د لبنیاتو تولید پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

دغه راز لارښود استاد په همدې درسي جلسې کې نوموړو ته د لبنیاتو او د مستو، قیماق او غوړي پروسس کولو په شمول د بیلابیلو لبني محصولاتو د تولید او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه توضیحات وړاندې کړل.

همداراز محصلینو هم په یادې درسي جلسه کې خپل نظرونه او پوښتنې له اړونده استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS