د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې رئیس، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له ښاغلي مشرتابه پلاوي سره وکتل او پهٔ مختلفو تخنیکي برخو کې یې خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۵۴

د تخنیکي او مسلکي  زده کړو د ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د خپل کاري دفتر په مقر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له محترم مشرتابه پلاوي سره چې مشري یې پروفیسور ګري سینووي کوله، د یادې کمیټې د بورډ مرستیالي او تقاعد شوې استازې پر غاړه لرله، کتنه او بحث وکړ.

په نننۍ ناسته کې د تخنیکي او مسلکي  زده کړو ادارې او د ناروې کمیټې تر منځ د تخنیکي او مسلکي برنامو د پراختیا، د ځانګړو  زده کړو د استادانو د ظرفیت لوړولو، د تعلیمي نصاب د تدوین، د کار بازار د څېړنې او تحلیل، او همدارنګه د کنړ ولایت د زلزله‌ ځپلو لپاره د سرپناه د جوړولو په برخه کې د ادارې له ولایتي تخنیکي ټیم سره په همغږۍ خبرې وشوې او لازمې پریکړې ترسره شوې چې دواړو لوریو د یادو همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

په همدغهٔ تړاو مولوي شهامت څرګنده کړه چې د تخنیکي او مسلکي  زده کړو اداره د لا پراخو همکاریو لپاره لازم شرایط برابروي او چمتو ده چې د ناروې کمیټې د پروګرامونو د پیاوړتیا او مخته ‌بیولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي، همدارنګه د تخنیکي او مسلکي  زده کړو سرپرست رئیس د ناروې کمیټې له پرله ‌پسې همکاریو مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو تعلیمي برخو کې د ګډو همکاریو بهیر لا پراخ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS