د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د انګلیسي ژبې د تثبیت سویې آزموینه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۸:۴۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارمندانو څخه د انګلیسي ژبې د زده کړې په پروګرامونو کې د ګډون په موخه  د انګلسي ژبې د تثبیت سویې آزموینه واخیسته.

په دې پروګرام کې شاوخوا ۱۵۰ د یادې ادارې اړوند کارمندانو برخه اخیستې وه او ټاکل شوې ده چې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره په دریو کټګوریو کې د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د انګلیسي ژبې په کورسونو کې شامل شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په لاره اچولو سره د کارکوونکو د پوهې کچه لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د بشري سرچینو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS