د انرژی او اوبو انسټیټوټ د زده کړیالانو لپاره د اوبو د سرچینو د سروی د ترسره کولو څرنګوالې په اړه عملې زده کړي ترسره شوي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۳:۲۴
انرژی و آب

د انرژی او اوبو انسټیټوټ د اوبو د سرچینو انجینرۍ ډیپارټمنټ زده کړیالانو د عملي زده کړو په ترڅ کې د اوبو د سرچینو د سروې څرنګوالې په اړه عملي زده کړه ترسره کړي.

 لارښوود استادانو لومړی زده کړیالانو د «لیول» وسیلې کار ترسره کولو څرنګوالې په اړوند تدریس وکړ.

همدارنګه استادانو زده کړیالانو ته د هدف ساحې په بېلابیلو لارو سروې او په پایله کې د ساحې نقشې رسم کولو په اړوند لارښوونې وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو د یادو مرکزونو زده کوونکي او زده کړیالان له یاد مرکزونو څخه تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS