د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډه پېژندنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیژندل، منل او د ملي اقتصاد په وده او پراختیا کې د هغې رول لومړنی اړین ګام دی چې د دې زده کړو دروازې هغو کسانو ته پرانیزي چې اوس مهال ورته لاسرسی نه لري.

په ډیری مواردو کې، د عامه لوړو زده کړو د تعقیب قوي تمایل د پلرونو او میندو تر منځ د غیر حقیقي توقعاتو رامنځته کیدو لامل کیږي، او په پایله کې، په ښوونځیو کې په زده کونکو باندې لوړ فشار دی.

د سیمې په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د تجربو وروستي څېړنې ښیي چې که رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړې په ښه توګه طرحه شي، د کار په بازار کې د محرومو ډلو لکه ښځو او ځوانانو د جذب او منلو په برخه کې به پرمختګ وکړي. د عامه لوړو زده کړو په پرتله ډیرې ګټور ې او اغیزمنې دي.

(OECD, 2018) په افغانستان کې هم د سیمې ډېرو هېوادونو په څیر د بشري سرچینو د پراختیا په برخه کې تر ټولو لویه تشه یا فاصله په تخنیکي او مسلکي مهارتونو کې لیدل کېږي ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د نوې رامنځته شوې ادارې لپاره یو له مهمو ننګونو څخه د یادو زده کړو د اهمیت په ښودلو او د اضافه ارزښت په روښانه کولو سره د عامه انځور بدلول دي.

د زده کونکو لپاره پدې اضافه ارزښت کې د دندې موندلو وړتیا او د هیواد لپاره د مهارتونو او وړتیاو وده او په پایله کې د اقتصادي کچې ښه کول شامل دي.

په تخنيکي او مسلکي برخه کې درې ډوله تخنيکي او مسلکي زده کړې شتون لري، چې د ملي پرېکړو له مخې بايد دغه درې ډوله زده کړې مدغم او د يوې خپلواکې ادارې په چوکاټ کې رهبري شي.

چې یادې درې ډوله زده کړې عبارت دي:

1. رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړي (Formal TVET): کوم چې د ښوونځیو او انسټیټونو لخوا وړاندې کیږي چې رسمي سند درلودونکي دي.

اوس مهال یاده اداره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ښوونځي او انسټیټونه اداره کوي او خدمتونه یې په ۲۵۵ ولسوالیو کې دي.

په یادو ښوونځیو او انسټیټونو کې څلور ډوله ښوونیز پروګرامونه وړاندې کیږي.

دا پروګرامونه شامل دي:

• د ځانګړو زده کړو  پروګرام (د لومړي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې) دي.

• دوه کلن پروګرام (د دیارلسم ۱۳ څخه تر ۱۴ ټولګي) دي.

• درې کلن پروګرام (د لسم څخه تر ۱۲ ټولګي پورې) دي.

• پنځه کلن پروګرام (د لسم څخه تر ۱۴ ټولګي پورې) دي.

په ټوله کې په یادو څلورو پروګرامونو تعداد ۸۶۲۱۱ عامه او خصوصي زده کونکي دي.

2. نیمه رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړې (Non-Formal TVET): دا پروګرامونه اکثره د نورو وزارتونو او دولتي ادارو (شاوخوا ۱۱ وزارتونو) لخوا وړاندې کیږي، چې د 3 څخه تر ۱۲ میاشتو لنډ مهاله کورسونو کې د مهارتونو روزنه شامل دي.

د بیلګې په توګه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه پروګرام د ۴۲ دولتي انسټیټونو او شاوخوا ۳۵۰ خصوصي انسټیټونو په په چوکاټ کې وړاندې کوي.

3. غیر رسمی تخنیکی او حرفوی زده کړه (In-formal TVET): چې په بازار او خصوصي سکټور کې د زده کړې یو ډول سیسټم دي.

د یادې ډلې ډیری برخه د ورته زده کونکو څخه جوړه شوې ده چې د کار په بازار کې دي.

د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور په میاشت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو سکټور د جوړولو د پرېکړې له مخې د ولسمشر د فرمان له مخې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره تاسیس شوه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو پخوانى معینیت د پوهنې له وزارت څخه جلا شو او په هېواد کې د ټولو تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده کړو د پرمخ بيولو لپاره د يوې خپلواکې ادارې په توګه رامنځته شو.

د حکومت دغه پرېکړه د ملي پرمختیا د اجنډا په پلي کولو کې د یادو زده کړو د زیاتېدونکي اهمیت د منلو او په هېواد کې د بې روزګاره او مهارت نه لروونکو ځوانانو د اړتیاوو د پوره کولو ښودنه کوي.

له دې کار سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سکټور د همغږۍ او تنظیم په ګډون نوې دندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اوږو واچول شوې.