په میدان وردګ ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
tveta

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په یاد ولایت کې د مجاهدینو لپاره د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینې د پیل خبر ورکوي.

د پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د میدان وردګ ولایت سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

د دوی په خبره، په دې پروګرام کې شاوخوا ۴۳۰ تنو مجاهدینو ګډون کړی و او ټاکل شوي چې د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته به د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د اداري او مدیریت په برخه کې زده کړې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د میدان وردګ ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونه د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د پیل شاهدان وو، چې په نوموړو ټولګیو کې د ادارې او مدیریت پروګرامونه تدریس کیږي.

د مجاهدینو د روزنیزې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې؛ مجاهدين په ټول هېواد کې د تعليمي سویې له تثبیت وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو په موخه شاملېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS