د کندهار ولایت اړوند ژري کثیرالرشتوي لېسې د انګليسي ژبي او کمپيوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دوره پای ته ورسېده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۵
tveta

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دورې د پای ته رسېدو په مناسبت د کندهار ولایت اړوند د ژړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې مسوولینو په دغه ښوونیز مرکز کې فراغت غونډه جوړه کړه.

په یادې غونډه کې د ژړۍ ولسوالۍ يو شمېر مقاماتو، د پوهنې رياست مسوولينو او د دغه مرکز زده کوونکو هم حضور درلود.

د يادونې وړ ده، چې دغه لنډ مهاله ښوونیز پروګرام د ژري کثیرالرشتوي لېسې لسګونو زده کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

له بلې خوا زده کوونکو هم  د دغه ډول پروګرامونو له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولينو يې وغوښتل چې دغه شان ښوونیز پرګرامونومو ته لا توجه وکړي.

د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو ښوونیز پروګرام پر بنسټ سلګونه کسان د کار په بازار کې په بېلابېلو مسلکونو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د تخار ولایت د ځانګړو زده کړو لېسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وشوه

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت اړوند د ځانګړو زده کړو لیسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه. په دې ليدنه کې د موبايل ترمیم لنډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

د تخارولایت په تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ کې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو له تدریسي بهیر څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت اړوند په تخنیکي او مسلکي انستیتوت کې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه. په دې ليدنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۵
Background image

د کندهار ولایت اړوند ژري کثیرالرشتوي لېسې د انګليسي ژبي او کمپيوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دوره پای ته ورسېده

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دورې د پای ته رسېدو په مناسبت د کندهار ولایت اړوند د ژړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې مسوولینو په دغه ښوونیز مرکز کې فراغت غونډه جوړه کړه.. . .

BACK TO NEWS