د کندهار ولایت اړوند ژري کثیرالرشتوي لېسې د انګليسي ژبي او کمپيوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دوره پای ته ورسېده
د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لومړۍ دورې د پای ته رسېدو په مناسبت د کندهار ولایت اړوند د ژړۍ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې مسوولینو په دغه ښوونیز مرکز کې فراغت غونډه جوړه کړه.
په یادې غونډه کې د ژړۍ ولسوالۍ يو شمېر مقاماتو، د پوهنې رياست مسوولينو او د دغه مرکز زده کوونکو هم حضور درلود.
د يادونې وړ ده، چې دغه لنډ مهاله ښوونیز پروګرام د ژري کثیرالرشتوي لېسې لسګونو زده کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
له بلې خوا زده کوونکو هم د دغه ډول پروګرامونو له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولينو يې وغوښتل چې دغه شان ښوونیز پرګرامونومو ته لا توجه وکړي.
د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو ښوونیز پروګرام پر بنسټ سلګونه کسان د کار په بازار کې په بېلابېلو مسلکونو کې پر دندو ګمارل شوي دي.