د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، پنځه ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

دغه پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او د یادې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې پرانیستل شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونیزو فعالیتونو د کیفیت په ښه والي کې د څارنې او ارزونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز څرګنده کړه چې اغېزمنه، مسؤولانه او دقیقه څارنه کولای شي د ستونزو په تشخیص، د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت په ښه والي کې اساسي رول ولري.

محترم مولوي شهامت له ګډونوالو څخه هم وغوښتل، څو له رامنځته شوي روزنیز فرصت څخه اغېزمنه ګټه واخلي او د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو پر مهال دقت، امانت‌دارۍ، همغږۍ او مسؤولیت‌پذیرۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترمو مرستیالانو هم په خپلو ویناوو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت سربېره، د څارنې د میتودونو پر ښه والي، د فعالیتونو پر دقیقې ارزونې او د څارنې د پایلو پر تعقیب ټینګار وکړ.

هغوی څرګنده کړه چې څارنه باید د ښوونیزو او اداري فعالیتونو د اصلاح، ښه والي او کیفیت د لوړولو په موخه ترسره شي.

په دغه سیمینار کې له ۱۰۰ څخه زیات د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیران او مسلکي غړي، د پنځو ورځو په ترڅ کې، د مسلکي روزونکو له لوري د څارنې او ارزونې له اصولو او میتودونو سره اړوند بېلابېل موضوعات زده کوي.

د کارکوونکو چارو ریاست مسؤولینو د دغه پروګرام د جوړېدو موخه د عمومي څارنې د مدیرانو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا او په ولایتونو کې د تخنیکي آمریتونو د فعالیتونو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي لپاره د لازمې زمینې برابرول وبلل.

بلخوا، ګډونوالو د دغه پروګرام د ارزښت وړ وباله او د ظرفیت لوړونې د نورو پروګرامونو د لا زیات جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

BACK TO NEWS