د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس محترم سید نجمالدین سادات سره په لیدنه کې خبرې او بحث وکړ.
په دې ناسته کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د سیستم د پلي کېدو او اغېزمنې کارونې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
همداراز، دواړو لورو په سیستم کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د ثبت، لېږلو، ترلاسه کولو او تعقیب د بهیر په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د معلوماتو پر امنیت او خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
په همدې توګه، د سیستم د پراختیا او په هغه کې د اداري چارو د نورو پړاوونو او پروسو د شاملولو په اړه هم بحث وشو او دواړو لورو د اړوندو برخو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت د اداري چارو د بهیرونو د ساده سازۍ او چټکتیا، همداراز د روڼتیا د تأمین او د معلوماتو د خوندیتوب د کچې د لوړولو په موخه، د اداري مکتوبونو د برېښنایي تبادلې سیستم جوړ کړی دی.
اوس مهال د دغه سیستم د کارونې روزنیز پړاو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره او یو شمېر نورو ادارو او وزارتونو کې هم دوام لري.
