د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې د کثیرالرشتوي انسټیټونو او مسلکي لېسو وضعیت وڅېړل شو
د کابل په ولسواليو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت د څېړنې په لړۍ کې د تخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او ددغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو له مرستيال مولوي غلام سعيد احساس سره مل په قره باغ ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټونو او کلکان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغو دوو انسټیټونو عمومي وضعیت ارزونه وکړه او د دغه انسټیټونو په هکله یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
تر اوسه د کابل په څو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څو مرکزونو وضعیت څېړل شوی دی.
په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوی په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅېړي.