د عزیزي بانک له سرپرست سره د ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت لیدنه او خبرې اترې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۴۲
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، په خپل کاري دفتر کې له ښاغلي احمد خالد حبیبي، د عزیزي بانک له سرپرست او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې مفتي فضل الرحمن فاضل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال هم شتون درلود.

دواړو لورو په دغه ناسته کې په ګډو همکاریو بحث او خبرې اترې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د عزیزي بانک له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په هکله تشریحات ورکړل.

نوموړي په هېواد کې د حکومت له لوري د بانکي سیستم د قوي کېدلو ستاینه وکړه، ویې ویل: له چور او چپاول څخه د خلکو د پانګې ساتنه د ا.ا.ا له لویو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي.

همدارنګه، د عزیزي بانک سرپرست، د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په هکله د حکومت هلې ځلې وستایلې.

ښاغلي احمد خالد حبیبي زیاته کړه چې زموږ موخه په هېواد کې د بانکي سیستم قوي کېدل، او خلکو ته خدمت دی.

له بل پلوه په دغه ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال د دواړو لورو ترمنځ د ګډو مرستو د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې. ښاغلي مفتي فاضل په دغه ناسته کې، په هېواد کې د سراسري امنیت راتلو ته په اشارې سره وویل: اوس په هېواد کې د پانګونې فرصت برابر شوی دی.

همدارنګه د عزیزي بانک سرپرست، په دغه ناسته کې له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS