د ایمان پیاوړتیا، دوامداره عبادت او نېک اعمال؛ په ایمان سره د خاتمې لاره ده
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو اصلاحي، تربیوي او ښوونیزو پروګرامونو په دوام، د دې ادارې د کارکوونکو لپاره یوه اصلاحي غونډه ترسره کړه.
په دې پروګرام کې د هېواد یو تن دیني عالم، محترم مولوي محمد ابراهیم، د «په ایمان سره خاتمه» تر سرلیک لاندې او په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي ارزښتونو پر پابندۍ د اهمیت په اړه وینا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د لمانځه پر ادا کولو، د دیني فرضونو او واجباتو پر پابندۍ، د الله تعالی پر ذکر او یاد، په دیني او اصلاحي غونډو کې پر ګډون، د صحابه کرامو رضیاللهعنهم د سیرت پر مطالعه او پیروۍ ټینګار وکړ او دغه موارد یې د ایمان د پیاوړتیا او د مسلمانانو د ژوند د اصلاح له مهمو عواملو څخه وبلل.
هغه همدارنګه د الله تعالی له وېرې، تقوا، په اعمالو کې د اخلاص او د خپل پروردګار پر وړاندې د مسئولیت احساس پر اهمیت خبرې وکړې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د خپلو اداري مسئولیتونو ترڅنګ، د نفس اصلاح، د ایمان پیاوړتیا او د نېکو اعمالو ترسره کولو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل، خلکو ته صادقانه او له اخلاصه ډک خدمت په ژوند کې د خیر او برکت سبب ګرځي او د الله تعالی د رضا زمینه برابروي.
د پروګرام په بله برخه کې د نفس د محاسبې، توبې او استغفار، د نېکو اعمالو د ترسره کولو او له ګناهونو او ناوړو کړنو څخه د ځان ساتنې پر اهمیت هم خبرې وشوې. ګډونوال وهڅول شول چې د خپل چلند او کړنو په اصلاح سره د ایماني ژوند او ښه پای لپاره چمتووالی ونیسي.
د پروګرام په پای کې ټینګار وشو چې په ایمان سره خاتمه د هر مسلمان له مهمو موخو څخه ده او دې موخې ته رسېدل په عبادت کې دوام، د ایمان په پیاوړتیا، د نېکو اعمالو په ترسره کولو، خلکو ته په صادقانه خدمت، له ګناهونو څخه په ځان ساتنه او د اسلامي احکامو او ارزښتونو په عملي مراعاتولو پورې تړاو لري.
دغه غونډه د دیني روحیې د پیاوړتیا، د اخلاقو او چلند د اصلاح، د مسئولیت احساس د لوړولو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په کاري چاپېریال کې د سالمې او متعهدې فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره شوه.
