د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یوه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د يادې ادارې څخه د يوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولايت ته ولاړ.
دغه پلاوي د هلمند ولایت د میخانیکي لېسې څخه لیدنه وکړه او د یاد ښوونیز مرکز ټول کاري او تحصیلي چارې یې وڅېړلې.
تر دې وړاندې دغه پلاوي نیمروز، دایکندي، غور او بامیان ولایتونو ته سفر کړی و او په دغو ولایتونو کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه هم څارنه کړې ده.