د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودیجې د مصرف کمیټې غونده جوړه شوه

aaron
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۱:۶
head Tveta

نن یکشنبه د چنګاښ نهمه د ۱۳۹۸ روان مالي کال لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودیجې د مصرف کمیټې غونډه د تخنیکی و او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ندیمه سحر په مشرۍ، چې د مالي امورو مرستیال، رؤساوو او آمرینو پکې ګډون درلود جوړه شوه دغه غونډه د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودیجې د مصرف لوړوالي او ښې کارونې پخاطر د ذیربطو شعباتو تر منځ د همغږۍ او د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د مؤثرې پلانګذارئ په موخه جوړه شوې وه. په یاده غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ارتباطي سیستم په اړه روښنايي واچوله او وویل: هغه کسان چې ددې ادارې نورو برخو ته د ګزارش ورکونې په برخه کې کار کوي باید په اداري ټګنالوژۍ سمبال او ورسره بلدتیا ولري په غونډه کې د مخکې جوړ شوي ښه پلان لپاره او د بودیجې د مصرف په اړه جدی تاکید وشو چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې کاري بهیر چټګ کیږي. همدارنګه مالي او اداري مرستیال محمد ادریس عظم وویل، چې د ادارې په دننه کې د تدارکاتي پلان بهیر چټک شوی دی. او د پروژو د پرمختګ او نه پرمختګ په اړه هم د بودیجې د کارونې په خاطر، نظارت او ګزارش ورکول کیږي ګډونوالو ته د تجربې او حرفه ای پوهې لېږدول یوه بله مساله وه، چې په غونډه کې مطرح شوه. د بودیجې او مالي برخو مسؤلین باید په مستقیم ډول له یو بل همکار سره د خپلو تجروبو په لیږد کې مرسته وکړي تر څو د نوموړي په نشتون کې د بودیجې کاري بهیر له خنډ سره مخ نشي همدارنګه په دغه غونډه کې، ولایتي آمریتونو سره په همغږئ د انکشافي پروژو د پیګیرئ پخاطر، د بودیجې د کارونې په اړه بحث او جدي تاکید وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS