د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې الحاج مولوي محمد طاهر جلالي د ننګرهار د اقتصاد ریاست او د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت ترمنځ د رغنده همکاریو او تعامل څخه مننه وکړه.

ښاغلي جلالي څرګنده کړه چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د ځوانانو د کاري مهارتونو په لوړولو، د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

ورپسې د ننګرهار د اقتصاد رئیس، مولوي جان محمد عابد، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر ځایګاه او ارزښت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د اقتصاد ریاست به د خپلو صلاحیتونو او شته امکاناتو په چوکاټ کې د ننګرهار له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

محترم مولوي عابد همدارنګه ژمنه وکړه چې د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو، د ظرفیت لوړونې او د ګډو نوښتونو د عملي کولو په برخو کې به د همغږۍ او همکاریو بهیر لا پیاوړی شي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو د پرمختګ او د پراختیایي پروګرامونو د ملاتړ لپاره د شته ظرفیتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نړیوالې غونډې جوړېدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي امارت د مسؤلینو، د لوړو زده‌کړو وزارت د استازو، ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د. . .

BACK TO NEWS