د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ړندو ليسې څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۴:۴۱
tveta110

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې له روزنيزو مرکزونو څخه د خپل لومړي لیدنې په ترڅ کې په کابل کې د ړندو(نه لیدونکو) له مسلکي ليسې څخه ليدنه وکړه. 

نوموړي د دې ليدنې پر مهال د یادې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره خبرې وکړې او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل. 

د ړندو مسلکي لېسې مدیر عبدالکبیر صدیقي د دې لېسې ستونزې مطرح کړې او د بریل خط مطبعې د فعالېدو غوښتنه یې وکړه. د هغه په ​​وينا، د ترانسپورت او ښوونکو کمښت د لېسې د زده کوونکو پر وړاندې بله ننګونه ده.

تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ړندو د عالي ليسې له زده کوونکو سره په کتنه کې هغوى د هېواد د راتلونکي لپاره ګټور وبلل او ويې ويل: تاسو بايد نا هیلې نه شئ... خداى (ج) دې تاسو لوی نعمت (پوهه/علم) درکړی."

 نوموړي ژمنه وکړه، چې د ټولو ښوونیزو مرکزونو او په ځانګړې توګه د ړندو لیسو ستونزو ته به هر څومره چې ممکنه وي پاملرنه وکړي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست  وويل، چې د وسايلو او اسانتياوو د برابرولو په موخه به له مرسته کوونکو سره هم خبرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS