د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۳۳

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي آزموینه چې د یاد آمریت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ له خوا اخیستل شوې وه، نن ورځ یې پایلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.

په دې مراسمو کې چې د سيرت النبي د آزموینې د پايلو د اعلان په مناسبت جوړ شوي و، د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمېر مسؤلینو، زده کوونکو او محصلیو هم حضور درلود.

دغه راز ويناوالو په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله   له سيرت څخه د خپل ژوندانه د بنسټ په توګه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې په یادې آزموینه کې شواخوا ۲۵۰ تنه زده کوونکو ګډون کړی وو

په ورته وخت کې د یادې آزموینې ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي ﷺ آزموینه چې د یاد آمریت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ له خوا اخیستل شوې وه، نن ورځ یې پایلې د یو لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۰
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي بڼه ورزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د په دې ولسوالۍ کې کاری ساحې ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د «پي وي سي» کړکیو د نصبولو په اړه په عملي بڼه روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت تخنیکي انسټيټوټ زده کوونکو د یاد ولایت له برښنا ریاست څخه لیدنه وکړه

د جوزجان ولايت تخنيکي انسټيټوټ د برق څانګې زده کوونکو د یوه علمی سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د برښنا ریاست له اړونده لابراتوار څخه لیدنه وکړه او نوموړو ته د برېښنا په اړه په عملي ډول. . .

BACK TO NEWS