د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې
په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي ﷺ آزموینه چې د یاد آمریت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ له خوا اخیستل شوې وه، نن ورځ یې پایلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې مراسمو کې چې د سيرت النبي ﷺ د آزموینې د پايلو د اعلان په مناسبت جوړ شوي و، د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمېر مسؤلینو، زده کوونکو او محصلیو هم حضور درلود.
دغه راز ويناوالو په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله ﷺ له سيرت څخه د خپل ژوندانه د بنسټ په توګه کار واخلي.
د یادونې وړ ده چې په یادې آزموینه کې شواخوا ۲۵۰ تنه زده کوونکو ګډون کړی وو
په ورته وخت کې د یادې آزموینې ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.