د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس د معرفي کولو مراسم ترسره شول

مفتي فضل الرحمن فاضل په رسمي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس په توګه د ا.ا.ا استازو او د ادارې کارکوونکو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.
په دې مراسمو کې د ښاغلی فضل الرحمن فاضل د ګمارنې حکم د چارو د ادارې د کلتوری او ټولنیزو چارو مسؤل ښاغلي مولوي عبدالباقي منصور لخوا ولوستل شو.
د ا.ا.ا رئیس الوزرا د فرمان له مخې ښاغلی فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او په ورته وخت کې ددې ادارې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.
ښاغلي فاضل د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست کارکوونکو ته په خطاب کې وويل: "تاسو د افغانستان خلکو پر وړاندې مسؤل ياست او بايد خپل مسووليت په ښه توګه ترسره کړئ.
په پای کی تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ددغه ادارې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې خپلې چارې له يو بل سره په همکارۍ او يووالي ترسره کړي.