د ګلبهار کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلین د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په موخه پرکتیک دورو ته معرفی شول
د پروان ولایت ګلبهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ یو شمیر محصلین چې د فراغت په درشل کې دي دیاد ولایت اړوند جبل سراج ولسوالۍ ته د پرکتیک دورې لپاره معرفي شوي تر څو نوموړي وکولای شي به مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو شي.
په دې پرکتیک دوره کې به نوموړو ته د اړوندو ولسوالۍ د مسؤلینو له لوري د یوې میاشتې په ترڅ کې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، محصلینو هم د نوموړو لپاره د پرکتیک دورې او علمي سفرونو د جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دا فعالیتونه کولی شي هغوی په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې د مسلکي او معیاري زدهکړو په وړاندې کولو سره په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته زمینه برابره کړي.