په تخنیکي او مسلکي روزنیزو مرکزونو کې د درسونو بیا پیل

media_admin
أحد, مارس 07 2021 8:44 صباحا
tveta28

پرون د شنبې ورځ  مخکی له غرمې، د تخنیکی او مسلکی زده کړو د ښوونځیو او انسټیټونو د زده کړو د بیا پیلیدو زنګ و وهل شو.

د زده کړی پروسې د بیا پیل برنامه د خدای د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو  په تلاوت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د رهبرې هیئت په ګډون سره پیل شوه.

د دې برنامې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو او انسټیټیونو کې د زده کړو  پروسې بیا پیل کول وو چې د کڼو (ناشنوایان) د مسلکی لیسی د ترانی ټیم له لوری په اشاروی ژبه ملی سرود  تر سره شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د علمي چارو مرستیال عبدالحمید اکبر چې په دې مراسمو کې یې خبرې کولې وویل:د کورونا وبا په ټوله نړۍ کې ټول انساني فعالیتونه د تدریس پروسی په شمول اغیزمن کړل، هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تدریس، چې یوه ملي پروسه ده، هم پرې شوې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي او انسټیټونه تړل شوي وو.

هغه څرګنده کړه چې که څه هم موږ د ښوونځیو او تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو چارواکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې وو، خو د امکان تر بریده مونږ هڅې کړې، د روزنې مواد او ویډیوګانی مو چمتو کړی دی خو د دې سربیره بیا هم د زده کړو پروسه په کلکه توګه له زیان سره مخ شوی. اوس چې د زده کړو د بیا پیل زنګ ووهل شو، مونږ باید هڅه وکړو چی له لاسه تللی وخت او پاتی درسونه په غوره شکل سره جبران کړو.

ښاغلي اکبر د ښوونځیو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټیټونو پر ټولو چارواکو غږ وکړ چې زده کوونکو ته د تدریس کیفیت چمتو کولو لپاره جدي هڅې وکړي ترڅو ډیر زده کوونکي او محصلین  و هڅول شي چې تخنیکي او مسلکي زده کړو کې برخه واخلي.

د دې برنامې په دوام کې، د پوهنې ترانه د کڼو (ناشنوایان) انسټیټوټ زده کوونکو لخوا په اشاروی ژبه  ترسره شوه. د ښوونځیو او انسټیټونو زده کوونکو چې خپل لاسي صنایع او هنرونه یی ننداری ته ایښی وو هم لیدنه وشوه.

په وروستیو کې، د بدنې روزنې (باتوران دود) حرکتونه کوم چې د افغانستان اړوند یوه رزمی - کلتوري لوبه ده، د بدنې روزنې انسټیتوټ زده کوونکو لخوا ترسره شوه.

مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری په کمپلکس کی د څو نیالګیو په کښینولو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 2:58 مساء
Background image

المشاركة و الخطاب ال‍تی ألقاها القائم بأعمال إدارة التعليم الفني و المهني في الجلسة الدولية "روسيا - العالم الإسلامي" في قازان

شارك الحاج المولوي غلام حيدر شهامت،القائم بأعمال إدارة التعليم الفني والمهني في أفغانستان، و ألقى كلمة في الجلسة الدولية "روسيا - العالم الإسلامي" في مدينة قازان الروسية.

اثنين, مايو 12 2025 2:42 مساء
Background image

مشاركة المولوي غلام حيدر شهامت في الدورة السادسة عشرة من الاجتماع الدولي في قازان

غادر الحاج المولوي غلام حيدر شهامت، رئيس ادارة التعليم الفني و المهني، إلى روسيا للمشاركة في الدورة السادسة عشرة من الاجتماع الدولي "روسيا و العالم الإسلامي" في قازان. من المقرر أن. . .

خميس, نوفمبر 14 2024 12:05 مساء
Background image

تم تقديم برنامج معلوماتي حول نتائج الندوة الثنائية جنوب-جنوب-شمال

قدم المولوي غلام سعيد احساس، مساعد للشؤن الفني و المهني، و كذلك ترايا واوتر دال، رئيس لجنة النرويج في أفغانستان، شرحًا حول نتائج الندوة الثنائية جنوب-جنوب-شمال خلال مؤتمر صحفي في مركز. . .

BACK TO NEWS