په تخنیکي او مسلکي روزنیزو مرکزونو کې د درسونو بیا پیل
پرون د شنبې ورځ مخکی له غرمې، د تخنیکی او مسلکی زده کړو د ښوونځیو او انسټیټونو د زده کړو د بیا پیلیدو زنګ و وهل شو.
د زده کړی پروسې د بیا پیل برنامه د خدای د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د رهبرې هیئت په ګډون سره پیل شوه.
د دې برنامې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو او انسټیټیونو کې د زده کړو پروسې بیا پیل کول وو چې د کڼو (ناشنوایان) د مسلکی لیسی د ترانی ټیم له لوری په اشاروی ژبه ملی سرود تر سره شو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د علمي چارو مرستیال عبدالحمید اکبر چې په دې مراسمو کې یې خبرې کولې وویل:د کورونا وبا په ټوله نړۍ کې ټول انساني فعالیتونه د تدریس پروسی په شمول اغیزمن کړل، هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تدریس، چې یوه ملي پروسه ده، هم پرې شوې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي او انسټیټونه تړل شوي وو.
هغه څرګنده کړه چې که څه هم موږ د ښوونځیو او تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو چارواکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې وو، خو د امکان تر بریده مونږ هڅې کړې، د روزنې مواد او ویډیوګانی مو چمتو کړی دی خو د دې سربیره بیا هم د زده کړو پروسه په کلکه توګه له زیان سره مخ شوی. اوس چې د زده کړو د بیا پیل زنګ ووهل شو، مونږ باید هڅه وکړو چی له لاسه تللی وخت او پاتی درسونه په غوره شکل سره جبران کړو.
ښاغلي اکبر د ښوونځیو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټیټونو پر ټولو چارواکو غږ وکړ چې زده کوونکو ته د تدریس کیفیت چمتو کولو لپاره جدي هڅې وکړي ترڅو ډیر زده کوونکي او محصلین و هڅول شي چې تخنیکي او مسلکي زده کړو کې برخه واخلي.
د دې برنامې په دوام کې، د پوهنې ترانه د کڼو (ناشنوایان) انسټیټوټ زده کوونکو لخوا په اشاروی ژبه ترسره شوه. د ښوونځیو او انسټیټونو زده کوونکو چې خپل لاسي صنایع او هنرونه یی ننداری ته ایښی وو هم لیدنه وشوه.
په وروستیو کې، د بدنې روزنې (باتوران دود) حرکتونه کوم چې د افغانستان اړوند یوه رزمی - کلتوري لوبه ده، د بدنې روزنې انسټیتوټ زده کوونکو لخوا ترسره شوه.
مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری په کمپلکس کی د څو نیالګیو په کښینولو سره پای ته ورسیدل.
