په « داخلي محصولاتو تولیدي ـ صنعتي نندارتون » کې د لوگر ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۵

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو په یاد ولایت کې د « د داخلي محصولاتو تولیدي ـ صنعتي نندارتون » تر عنوان لاندې نندارتون کې ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده‌کړیالانو او زده کونکو خپل کرنیز محصولات او په خپل لاس جوړ شوي صنعتي توکي په جلا غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه نندارتون به درې ورځې دوام کوي، چې په یاد نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو په ګډون بیلابیل سکتورونه خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند نندارې ته وړاندې شوي کرنیز محصولات او یو شمیر نور تخنیکي مواردو څخه د ګډونوالو لخوا تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS