د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ جوړه شوه.

ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې غونډې د پرېکوړو په اړه خبرې شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام کې د کدري پروسې په بهیر کې د دعوت او ارشاد ریاست د مدرسینو د شاملولو په اړه خبرې وشوې او محترم مولوي احساس مسؤلینو ته دنده وسپارله چې د یاد ریاست تر نظارت لاندې یوه کمیټه جوړه شي. ترڅو په یادې برخه کې لازمي او اصولي اقدامات ترسره شي.

دغه راز په دې غونډه کې د آجندا سره سم د کابل ولایت په ميخانيکي انسټيټوټ کې د نويو څانګو لکه د مبايل، کمپيوټر او طبي وسايلو د ترميم د ایجادولو بر څرنګوالي او د موقت بیرون مرزي اسنادو د ارزونې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې. او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او همدارنګه په یاد شویو برخو کې لازمي تصمیمونه هم ونیول شول او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS