مولوي غلام حیدر شهامت: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوی موټر افغان ملت لپاره نندارې ته وړاندې کړ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۵:۳۶
نمایشگاه

د "تعلیم، مسلک او تحصیل" ښوونیز کنفرانس او نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمیسیون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.

دغه نندارتون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د نورو نهادونو او ادارو په ملاتړ جوړ شوی و.

د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وينا وکړه او د دغه ادارې د برنامو په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلي شهامت د تخنیک او مسلک اهمیت ته په اشارې سره وویل چې حضرت عمر (رض) فرمایلي « چې انسانان د ځمکې پر مخ د خدای (ج) خليفه دي چې د خلکو سوداګرۍ ته وده ورکوي او د لوږې مخه نیسي

ښاغلي شهامت زیاته کړه: حضرت عمر (رض) فرمایلي دي چې کله زه یو کس ووینم او هغه مې خوښ شي نو پوښتنه مې ترې کوم چې هغه مسلک لري که نه؟ که هغه نه ووایي، هغه به زما له نظره لرې کیږي."

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه چې دغه اداره يو له هغو مهمو ښوونيزو بنسټونو څخه دى چې موخه يې د بېوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د مسلکي او متخصص بشري ځواک روزل دي.

ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه ادارې لويه لاسته راوړنه نوښت مرکز کې د موټر جوړول دي، چې افغان ولس ته يې ویاړ وروبښه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، دغه ادارې نوښتګرو ځوانو د ملاتړ په موخه په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د نوښت مرکز جوړ کړ.

هغه وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري، چې په نوي کال کې د «هم وطن بمان» تر عنوان لاندې برنامې پلي کولو لپاره حرفوي زده کړو ته د هېوادوالو د لاسرسي کچه لوړه کړي.

هغه زیاته کړه چې په دغه برنامه کې به ځوانانو ته د حرفې او کار زمینه برابره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز وويل چې دغه اداره په پام کې لري چې یادې ادارې روزنيز نصاب له نړيوالو معيارونو سره سم ترتيب کړي .

هغه څرګنده کړه، چې تر اوسه د کرنې د ټولو برخو نصاب را ټول شوي دي.

د مراسمو په څنډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه نندارتون له غرفو څخه ليدنه وکړه.

په دغه نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څو غرفې او د دغه ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي موټر نندارې ته وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS