د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۴

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سید عبدالبصیر پاشا سره په یوه غونډه کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراختیا، د همغږۍ د پیاوړتیا، د تجربو پر تبادلې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د عملي روزنې لپاره د زمینې پر برابرولو او د دغو زده‌کړو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او خبرې وکړې.

همداراز، دواړو لورو د مرستندویه بنسټونو او مرسته‌کوونکو د همکاریو پر جلبولو، د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو پر برابرولو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS