د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سید عبدالبصیر پاشا سره په یوه غونډه کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراختیا، د همغږۍ د پیاوړتیا، د تجربو پر تبادلې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د عملي روزنې لپاره د زمینې پر برابرولو او د دغو زدهکړو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او خبرې وکړې.
همداراز، دواړو لورو د مرستندویه بنسټونو او مرستهکوونکو د همکاریو پر جلبولو، د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو پر برابرولو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له مرکزونو څخه د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
