د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۳۳

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي آزموینه چې د یاد آمریت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ له خوا اخیستل شوې وه، نن ورځ یې پایلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.

په دې مراسمو کې چې د سيرت النبي د آزموینې د پايلو د اعلان په مناسبت جوړ شوي و، د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمېر مسؤلینو، زده کوونکو او محصلیو هم حضور درلود.

دغه راز ويناوالو په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله   له سيرت څخه د خپل ژوندانه د بنسټ په توګه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې په یادې آزموینه کې شواخوا ۲۵۰ تنه زده کوونکو ګډون کړی وو

په ورته وخت کې د یادې آزموینې ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS