د بلخ ولایت د تخنیکي او زده کړو آمریت او راه سعادت د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵
ُTVETA

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د راه سعادت دلوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکارۍ او همغږۍ پراختیا او همدارنګه د بې بضاعته کسانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو برابرول ویل شوي دي.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو ته په اړوندو څانګو کې د عملي زده کړو او علمي سیرونو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د خُلم کثیرالرشتوي لیسې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د سمنګان ولایت خُلم کثیرالرشتوي لیسې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو. په دې پروګرام کې د یاد ښوونیز مرکز یوشمیر استادانو ګډون درلود چې په ترڅ کې یې نوموړو ته د تدریس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵
Background image

د بلخ ولایت د تخنیکي او زده کړو آمریت او راه سعادت د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د راه سعادت دلوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د «سیم‌پیچي» په اړه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې، دوولسم ټولګي زده‌کوونکو ته د « برقي موتور د سیم‌پیچۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د دې درسي جلسې په. . .

BACK TO NEWS