د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د کار بازار له اړتیاوو سره د زده‌کوونکو د بلدتیا او د کارموندنې د غوره فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ شوی وو، چې پکې د برېښنا، الکترونیک او موټرو د څانګو ۴۹ زده‌کوونکو ګډون کړی وه.

د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې ګډونوال د کارموندنې او مسلکي مسیر د پراختیا اړوندو مهمو او عملي موضوعاتو سره بلد شول.

په سیمینار کې د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو اهمیت، د کاري فرصتونو موندل، د کار بازار د وضعیت او اړتیاوو ارزونه، د دندې د لټون اغېزمنې لارې، همدارنګه د کارآفرینۍ مفهوم او د فردي مهارتونو او وړتیاوو له لارې د عاید ترلاسه کولو لارې چارې وڅېړل شوې.

د پروګرام تنظیموونکو ټینګار وکړ چې د کارموندنې او کارآفرینۍ له مهارتونو سره د زده‌کوونکو بلدتیا هغوی کاري بازار ته د بریالي ننوتلو لپاره مهمه زمینه برابروي او د دوامدارو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول لري.

د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د برېښنا د څانګې ۲۸ تنه، د الکترونیک د څانګې ۱۱ تنه او د موټرو د څانګې ۱۰ تنه زده‌کوونکو ګډون کړی وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS